کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ارګ نن پنشنبې د غوايي ۲۷ مه په یوه خبرباڼه کې کابل کې د چین له سفیر جاوه شینګ سره د سرپرست دولت د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لیدنې خبر ورکړی دی.
د چین سفیر په دغه لیدنه کې و ویل: د دواړو لورو کډ مناسبات او همکارۍ کولی شي د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.
شینګ څرګنده کړه: د چین ولسي جمهوریت په نړیوالو او په ځانګړې توګه د امنیت شورا په غونډو کې د اسلامي امارت د دریځ ملاتړ کوي او له اسلامي امارت سره خپلو همکاریو ته ژمن دی.
د چين سفير د سرپرست دولت سياسي مرستيال ته بلنه ورکړه چې د ترانس-هماليا فورم په غونډه کې چې په چين کې جوړېږي، ګډون وکړي.
مولوي عبدالکبیر وویل: اسلامي امارت د یو مسؤول حکومت په توګه په کړو ژمنو پابند دی او هڅه کوي چې د سیمې په مسایلو او د سیمې په ثبات او پرمختګ کې فعال رول ولوبوي.
د سرپرست دولت سياسي مرستيال د افغانستان په اړه په نړيوالو غونډو کې د چين همکاري او د اسلامي امارت له دريځ څخه د بيجينګ ملاتړ د افغانستان د خلکو په ګټه وباله زياته يې کړه، د چين همکاري کولای شي په هېواد کې مثبت بدلونونه او اقتصادي وده راولي.
د پیغام پای/
Your Comment